تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۸۰۵۴ ته ورسیدلې

Published

on

په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس ۷۸۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۰۵۴ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په کابل کې ۳۲۳، هرات کې ۱۱۰، کندهار کې ۳۴، بلخ کې ۳۶، پکتیا کې ۵۴، ننګرهار کې ۴۸، بادغیس کې ۴۰، خوست کې ۳۲، پکتیکا کې۱۸، نیمروز کې ۱۵، کونړ کې ۸، تخار کې۲، بامیان کې یوه، لوګر کې یوه او پروان کې یوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په همدې تېر شوي وخت کې ۶ کسان مړه شوي او ۶۳ نور له روغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

په افغانستان کې تر دې دمه له کرونا ویروسه ۳۰۰ کسان مړه شوي او ۱۵۸۵ نور رغیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کندوز ولایت دوه سیمه ییز چارواکي هر یو د قلعه ذال ولسوال فهیم قرلیق او د دې ولایت امنیه قومندان رشید بشیرهم له کرونا ناروغې مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version