تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ویروس نوې ۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوې

Published

on

که څه هم د عامې روغتیا وزارت لخوا د کرونا ویروس په اړه منل شوې څرګندونې د کمېدو په حال کې دي؛ خو دغه وزارت د اختر په ورځو کې د کرونا ویروس د نوې څپې له خپرېدو هم خبرداری ورکوي.

د عامې روغتیا وزات ویلي؛ د کرونا په اړه د خلکو بی پروایي ښایي له اختر وروسته ټول روغتونونه ډک کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ۵۵۷ شکمنې پېښې کتل شوي، چې۶۰ یې مثبتې راوتلې او له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره او ۹۸۸ ته ورسیدو.

دغه راز په همدوره وخت کې ۵۲ ناروغان ښه شوي او څوارلس نور مړه شوي دي.

لوی اختر ته څو ورځې پاتې دي، خو لیدل کیږي چې یو ډېر شمېر خلک فکر کوي، چې هرڅه عادي شوي او د کرونا له بحران مخکې شرایطو ته ورګرځیدلي او له روغتیایي سپارښتنو پرته یې بازارونو ته مخه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ښارونو ته د خلکو وتل او په اختر کې لیدنې کتنې خطرناک بولي او ټینګار کوي چې خلک باید د دغې وژونکي ویروس په اړه بی پروایي ونکړي.

د وزارت د څذګندونو له مخې؛ تر اوسه له دغې ناروغۍ ۲۴ زره او ۵۷۳ کسان روغ شوي او یو زر و ۲۲۵ نور مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version