تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ پر کرونا ویروس اخته پېنځه کسان مړه شوي او ۱۱۹ نور یې رغېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغو پېښو له ثبتېدو سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۲۸۸ ته رسېدلی او ترې د مړو شمېر ۲۶۴۲ ته پورته شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه مشورتي ناسته کې ویلي، چې د کرونا ویروس درېیمه څپه په هېواد کې پېژندل شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، چې د کرونا ویروس درېیمه څپه له ختیځ څخه لویدیځ ته خپرېدونکې ده، چې نوې پېښې یې په ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، هرات، نیمروز او خوست کې ثبت شوې دي.
مجروح زیاته کړې، چې ډېر ژر به په ولایتونو کې احتیاطي تدابیر ونیول شي.
ولسمشر غني په دې ناسته کې سپارښتنه کړې، چې زیانمنو سیمو ته باید لومړیتوب ورکړشي.
