تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ویروس ۷۴۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي

Published

on

 د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۱۸۸۸ بېلګې کتل شوي، چې ۷۴۸ ترې مثبتې ثبت شوي او له دې سره په ټول هېواد کې پدې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۲۸۹۰ ته پورته شو.  

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د تېرې یوې شپې او ورځې له ۷۴۸ مثبتو پېښو څخه  ۳۱۱ د کابل، ۱۸۱ د هرات، ۵۰ د کندهار، ۳۶ د ننګرهار، ۷۸ د پکتیا، ۳۲ د بادغیس، ۲۱ د پروان، ۵ د لغمان، ۶ د فراه، ۱۰ د کونړ، ۸ د غور او ۱۰ نور د کابیسا ولایتونو دي.

د دغه وزارت په ډاګه کړې؛ له یوې شپې او ورځې راپدیخوا ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۱۳ نور له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني ویلي، چې اوسمهال د افغانستان هر کور ته کرونا ویروس رسیدلی دی.

هغه، چې له کاره یې په دې وزارت کې نږدې یوه اوونۍ تېره شوې وایي، چې په هېواد کې د خدمتونو د ترسره کولو بهیر یو ځل بیا باید له سره وکتل شي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه په افغانستان کې ۴۲۶ کسان له کرونا ویروسه مړه شوي او ۳۳۲۶ نور روغ شوي دی.

Trending

Exit mobile version