روغتيا

په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ پر ډېرېدو دي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۰)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د بیا خپریدو په اړه اندېښمن دی او وایي، چې په کابل، کاپیسا او وردګ ولایتونو کې د کرونا وبا ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند هژیر وايي، پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر په کابل، کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو کې مخ پر ډېرېدو دی.

په افغان- جاپان روغتون کې هم وضعیت د پخوا پر پرتله ډېر د اندېښنې وړ ښکاري؛ ځکه، چې د روغتون د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د تشخیصي کیټونو، اکسیجن او نورو وسایلو د نشتوالي له کبله نشي کولی، چې نور ناروغان بستر کړي.

د افغان-جاپان روغتون د جدي پاملرنې مسوول حشمت فیضي ويلي، چې د ټیسټ کیټونو، اکسیجن او نورو وسایلو د نشتوالي له کبله د ناروغانو ښه درملنه ناشونې ده.

په افغان – جاپان روغتون کې بستر غلام دستګیر او يو شمېر نور ناروغان هم له ناسمو او نیمګړیو خدمتونو اندېښمن دي او وایي، چې د کرونا وبا بدله شوې بڼه ( اومیکرون) په نړۍ کې مخ پر خوریدو ده؛ خو په افغانستان کې یې تر دې دمه د پېژندلو لپاره طبي امکانات نشته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې وروستیو کې یو شمېر نړیوالو موسسو ژمنه کړې، چې له دې روغتونونو سره به خپلې مرستې بیا پیل کړي، چې دغه روغتونونه بېرته فعال شي.

ویل کیږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا وبا لپاره له ځانګړیو شویو روغتونو سره مرستې بندې کړې دي.

Trending

Exit mobile version