تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوي

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په افغانستان کې پر کرونا ویروس ۳۳ کسان اخته شوي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۴ کسان په هرات کې، ۲ په تخار کې، ۱ په کندوز، ۴ په بادغیس او دوه په غور کې پر کرونا ویروس تازه اخته شوي دي.

په افغانستان کې پر کورونوایروس د اخته کسانو ټول شمېر۳۷۸۹۴ ته رسېدلی دی.

دې وزارت دا هم ویلي، چې تر دې دمه د هېواد په لابراتوارونو کې ۱۰۰۳۵۱ شکمنې پېښې کتل شوې دي.

د روغتیا وزارت زیاته کړې، چې دا مهال په هېواد کې د کرونا ویروس ۸۵۱۹ مثبتې پېښې پاتې دي.

دې وزارت په تېرو ۲۴ ګړیو کې د مړنې کومه پېښه نده ثبت کړی؛ خو په تېره یوه شپه او ورځ کې یې له روغتونونو ۳۳۵ ناروغان له روغتونونو رخصت کړي دي.

تر دې دمه په هېواد کې له کرونا له کبله ۱۳۸۵ کسان مړه شوي او ۲۷۹۹۰ نور رغیدلي دي.

په نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲۷۲۲۰۵۸ کسانو ته رسیدلی، لږ تر لږه ۷۹۴۳۶۹ ناروغان مړه شوي او ۱۴۵۶۶۱۱۷ نور رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version