تازه خبرونه
په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ پېښې ۱۲۴۵۶ ته پورته شوې
د ۶۲۵ نویو پېښو له ثبتیدو سره، افغانستان کې د کرونا رنځ ټولټال شمیره ۱۲۴۵۶ ته لوړه شوې.
د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې پر ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې یې د کرونا ویروس ۶۲۵ مثبتې پېښې موندلي دي.
د یاد وزارت په وینا دغه نوې پېښې په لاندې ولایاتو ویشل شوي: کابل ۳۶۰ ، هرات ۱۰۸ ، بلخ ۵۰ ، پروان ۲۶ ، تخار ۲۴، کنر ۱۴، پنجشیر ۹، بغلان ۹، غور ۸، لغمان ۸، ننگرهار ۵، بامیان ۲، فراه یو او قندز هم یو.
له دی سره په افغانستان کې پر کرونا رنځ د اخته کسانو شمیر ۱۲۴۵۶ ته رسیدلی.
دې وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۷ کسانو د دغه رنځ له امله ساه ورکړې چې له دې سره اوسمهال د مړیو شمیر ۲۲۷ تنو ته رسیدلی.
تر دې دمه له دې ویروس څخه ۱۱۳۵ کسان روغ شوي هم دي.
د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وایي چې په تیرو ۱۲ ورځو کې د ککړو کسانو شمیر ۵۰ سلنه زیاد شوې چې لوی لامل یې له لارښوونو سرغړونه او د ګرځبندیز نه مراعاتول دي.
دی وايي چې ناورین افغانستان ته دننه شوې او ممکن تر ۱.5 میلیونه خلک په افغانستان کې په دې رنځ اخته شي.
