تازه خبرونه

په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره پر پېنځه کلنې کړنلارې کار پیل شو

اوس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کوکنارو د بدیل کښت د پېنځه کلنې کړنلارې د وروستۍ کولو لپاره د یوې ځانګړې کمیټې له جوړولو خبر ورکړ.

Published

on

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین د کوکنارو د بدیل کښت د پېنځه کلنې کړنلارې د وروستي  کولو لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړه، چې موخه یې د کروندګرو اقتصاد پیاوړی کول، د کوکنارو کښت له منځه وړل او کروندګر هڅول دي، چې مشروع او متنوع حاصلات وکري.

اوس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کوکنارو د بدیل کښت د پېنځه کلنې کړنلارې د وروستۍ کولو لپاره د یوې ځانګړې کمیټې له جوړولو خبر ورکړ.

د دوحې په درېیمه نړیواله ناسته کې د بحث یوه اړینه موضوع په افغانستان کې له نشه‌یي توکو سره مبارزه او د بدیل کښت زمینه برابرول ول، چې څنګه له دې پدیدې سره په اغیزناکه توګه مبارزه وشي.

کارپوهان هم په دې باور دي، چې د کوکنارو د له منځه وړلو یوازنۍ لار د بدیل کښت زمینه برابرول دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر په دې باور دی، چې په هېواد کې د نشه‌یي توکو د بشپړ له منځه وړلو یوازنۍ لار د بدیل کښت زمینه برابرول دي؛ خو په دې شرط، چې د کرنې بهیر وڅارل شي او له بزګرانو سره په دوامداره توګه ملاتړ وشي او اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې په واک کې ورکړشي.

ویل کیږي، چې تېره اوونۍ جاپان هم د کوکنارو د کښت د مخنيوي، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې، په ټولنه کې د روږدو کسانو د ادغام لپاره له افغانستان سره د  لس ميليون امريکايي ډالره مرسته اعلان کړه او دا پيسې به په بدخشان، هلمند او کندهار ولایتونو کې ولګول شي.

Trending

Exit mobile version