تازه خبرونه
په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریباً صفر ته راټیټ شوی
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۱۸ ) څرګنده کړې، چې د کوکنارو کښت کم شوی او تقریباً په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد په لړ تویتونوکې ویلي، چې په ۲۰۲۰ ز. کال کې د هلمند ولایت پر ۵۶.۲ سلنه ځمکه کوکنارکرل شوي وه؛ خو اوسمهال دغه کچه یوازې ۰.۴ سلنې ته راټيټه شوې ده.
حافظ ضیااحمد څرګنده کړې: چې اوسمهال دغه کچه له دې هم ډېره کمه ده.
په تېر اپریل کې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبةالله آخوندزاده په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بندېدو فرمان صادر کړ.
دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په اړه راپورونه د باور وړ او مهم دي.
توماس ویست په یوه تویت کې څرګنده کړې: هغه هڅې، چې طالبانو (اسلامي امارت ) سږکال د کوکنارو د کښت کمولو لپاره پلي کړي؛ د اعتبار وړ او مهمې دي.
هغه ويلي: د سيمې او له هغې بهر هر هېواد له نشه يي توکو څخه په پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.
د نوموړي دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې بي بي سي د سې شنبې پر ورځ په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د رسنیو د یوې څېړنې له مخې سږ کال په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت د پام وړ کم شوی دی.
بي بي سي راپور ورکړی؛ دوی افغانستان ته سفر کړی او د سپوږمکیو اړوند شننې یې کارولي، چې د ۲۰۲۲ ز.کال د اپریل په میاشت کې د کوکنارو د کښت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه هبة الله آخوندزاده صادر شوی وڅېړي. په دې فرمان کې د اپینو او هیرویینو تولید او پلورل په کلکه منع شوي دي.
خبر پاڼې ویلي؛ داسې بریښي، چې د اسلامي امارت مشران د هرچا په پرتله د کوکنارو د کښت په مخنیوي کې پوره بریالي شوي دي.
د یوه کارپوه د څرګندونو له مخې دغه کښت د تېر کال پر پرتله ۸۰ سلنه کم شوی. او هغو، چې د غنمو په کروندو کې کوکنار کرلي وه وايي، چې دوی له مالي پلوه ډېر زیانمن شوي دي.
د بي بي سي د ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونه لیدلي او د سپوږمکۍ انځورونه هم څېړل شوي دي.
د افغانستان د نشه يي توکو د سوداګرۍ یو مخکښ کارپوه دیوید منسفیلد، چې د انګلستان له یوې کمپنۍ السیس سره کار کوي ویلي: دا احتمال شته، چې کښت به د ۲۰۲۲ ز. کال پر پرتله ۲۰ سلنه لږ وي.
د السیس تحلیل ښیي، چې په هلمند کې د کوکنارو کښت له ۹۹ سلنو ډېر کم شوی دی.
دیوید منسفیلد ویلي: د هلمند ولایت د کوکنارو کښت انځورونه ښیي، چې سږکال یې کښت له ۱۰۰۰ هکتارو څخه کم دی. په داسې حال کې، چې تېر کال پر ۱۲۹۰۰۰129,000 هکتاره ځمکه کرل شوي وه.