روغتيا
په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
عامې روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې پر ورځ ( د غویي ۲۵ ) د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د ګوزڼ یا «پولیو» ضد واکسين کمپاين پيلېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي؛ دغه کمپاین به د روانې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي، چې پر مهال به یې ۶ اعشاریه ۴ میلیون ماشومان واکسين شي.
د هېواد په ختیځ کې د پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیل شو، چې مسوولین د ننګرهار په کوټ او بټيکوټ ولسوالیو کې د دوه مثبتو پېښو له ثبتیدو خبر ورکوي.
په افغانستان د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا يونیسف د پولیو د برخې مشر داکتر شمشېر وايي؛ په دغه کمپاين کې به د ختیځې سیمې يو اعشاریه څلور میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي. دغه راز له میندو او پلرونو هم وغوښتل شول، چې د ګوزڼ یا پولیو د نااعلاجه رنځ څخه د خلاصون لپاره دې خپل اولادونه واکسين کړي.
د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مشر داکتر نیک ولي شاه مومن ويلي؛ د ګوزڼ يا پولیو واکسین دغه لړۍ د ختيځې سیمې ترڅنګ د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې هم پیل شوې، چې څلور ورځي به روانه وي او له مخې به يې د هېواد پر کچه شپږ اعشاریه څلور میلیون ماشومان واکسين شي.
دی وايي؛ هڅه کوي، چې د پولیو واکسین پر مټ د پولیو نااعلاجه رنځ له هېواد څخه په بشپړه توګه محوه شي.
د ننګرهار د عامي روغتیا رييس داکتر محمد رحیم قلندري د پولیو رضاکارانو او کارکوونکیو ته په دې ولایت کې د دوی د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
نوموړی په دې اړه ویلي؛ د واکسین کارکوونکي کولی شي هرې لرې پرتې سیمې ته ولاړ شي او ماشومان واکسین کړي.
د یادونې ده، چې په ننګرهار کې د تازه ثبت شویو ګوزڼ پېښو ترڅنګ په هېواد کې د يو شمېر محیطي پېښو د ثبت خبرونه هم ورکړ شوي دی.
روغتیاپالان وايي؛ پولیو ناروغۍ، چې د دايمي فلج سبب ګرځي درملنه نلري او يوازنۍ درملنه يې د پولیو واکسین دوه څاڅکي دي.
دوی له میندو او پلرونو غواړي، چې د پولیو نااعلاج رنځ څخه د خپلو اولادونو د ژغورنې لپاره دې خپلو ټولو له پېنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسين وکړي.