تازه خبرونه
په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۶ میاشتو لپاره وغزول شو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (جمعه د وږي ۲۶ / د سپټمبر ۱۷) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) ماموریت د ۶ میاشتو لپاره وغزاوه.
د شورا پېنځلس غړیو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټرس څخه وغوښتل، چې د یوناما ماموریت د وروستيو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو پرمختګونو په رڼا کې د ستراتیژیکو او عملیاتي سپارښتنو لپاره د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱ پورې وغزوي.
له بلې خوا ناروې او ایسټونیا په ډاګه کړې، چې یوناما باید د بشري حقونو، میرمنو، سولې، امنیت او بشري مرستو په اړه خپل اوسنی ماموریت خوندي کړي.
دغه راز ویل شوي: مونږ په افغانستان کې دننه او بهر د ښځو د سولې جوړونکیو او د بشري حقونو د مدافعینو ملاتړ ته روان ساتو او له طالبانو (اسلامي امارت) سره په خبرو کې به مونږ د ښځو پر حقونو او ګډون ټینګار وکړو.
همدارنګه ناوري او اسټونیا په افغانستان کې د یو ټولمنلي حکومت پر جوړولو ټینګار کړی. د دغو هېوادونو د څرګندونو له مخې؛ په نوي حکومت کې باید بشري حقونه، د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه خوندي پاتې او د تلپاتې سولې او ثبات په رامنځته کولو کې کلیدي رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په ګډون له تېر اګست راپدیخوا ټولو غربي متحدینو په کابل کې خپلې ډیپلوماتیکې هڅې درولي او ویل کیږي، چې له نورو هېوادونو فعالیت کوي.
