تازه خبرونه

په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغزول شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۶, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي ماموریت (یوناما) د یو بل کال لپاره وغزول شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازې عادله راز د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د رایو په اکثریت د یو بل کال لپاره وغزاوه.

میرمن عادله راز ویلي، چې: د یوناما د ماموریت غزول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملاتړ څرګند پیغام لري او د نوي افغانستان تر څنګ د نړیوالې ټولنې دریدل او ملاتړ په ډاګه کوي.

دغه راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځی خبرو له پیل هرکلی کړی او په خبرو اترو کې له ښکېلو اړخونو یې غوښتي، چې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون د باور جوړونې هڅې تر سره کړي.

د دې سازمان غړیو پرېکړه کړې، چې یوناما او د ملګرو ملتونوعمومي منشي ځانګړي استازې به د دوی د ماموریت په چوکاټ کې او د افغانستان له خپلواکۍ سره په مطابقت کې به د نړیوالې ټولنې ناجنګي هڅې همغږې او رهبري کوي.

Trending

Exit mobile version