تازه خبرونه

په افغانستان کې د یو بل برید د ترسره کېدو شونتیا ډېره ده – بایډن

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۴۰۰)

رویټرز په ډاګه کړې، چې ولسمشر جو بایډن د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د اورپکو د یوه بل برید شونتیا ډېره شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ویلي؛ پوځيانو ورته په راتلونکیو ۲۴ یا ۳۶ ګړیو کې د یو بل برید له شونتیا خبر ورکړی دی.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو له مخې؛ واشنګټن او متحدین یې په افغانستان کې خپله هغه نظامي ښکېلتیا پای ته رسوي، چې ۲۰ کاله مخکې په کې طالبان له واکه لرې شوي وه.

دغه راز امریکا ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ له کابل هوایي ډګره بهر د رامنځته شوي ځانمرګي برید   پلانوونکی یې تېره ورځ په ننګرهار کې له یوه بل وسلوال سره وژلي دي.

د دغه برید پړه داعش جنګیالیو پر غاړه اخیستې ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکایي چارواکو پر لویدیځ او نویو طالب واکمنانو د دې ډلې لخوا د یو بل برید له تر سره کولو هم خبرداری ورکړی دی او همدا لامل دی، چې بایډن د امریکایي ځواکونو لخوا ټاکل شوې ماموریت د سې شنبې پر ورځ پای ته ورسوي.

بایډن ژمنه وکړه، چې د پنجشنبې د ورځې په چاودنه کې، چې لسګونه افغانان او امریکایي سرتېري ووژل؛ له تېرې یوې لسیزې راپدیخوا ترټولو وژونکې او خونړۍ پیښه وه او مونږ به یې د عاملانو پوره څارنه وکړو.

طالبانو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې هغه برید غندلی، چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې  ترسره شوی دی.

طالبانو ویلي؛ باید له برید مخکې یې دوی خبر کړي وای؛ ځکه، نو دا برید پر افغان خاوره یو ښکاره تېری دی، چې باید ترې ډډه وشي.

طالبانو ویلي، چې دوی د هوایي ډګر په چاودنه کې ښکېل ځینې مشکوک کسان نیولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي، چې طالبان به د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ډېر ژر د هوایي ډګر کنترول ترلاسه کړي او په راتلونکیو ورځو کې به بشپړه کابینه اعلان شي.

د لویدیځ ملاتړ لرونکي حکومت او افغان پوځ په داسې حال کې، چې طالبان د اګست پر ۱۵ پلازمېنې ته ننوتل؛ یوه داسې اداري تشه پریښوه، چې په نوي نظام کې یې  مالي بحران او د پراخې لوږې وېره پیاوړې کړه.

مجاهد رویټرز ته ویلي، چې دې ډلې د افغانستان له یو ولایت پرته په نورو ټولو کې والیان او د پولیسو مشران ټاکلي او د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل لپاره به اقدام وکړي.

یوه امریکایي چارواکي د شنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې په هوایی ډګر کې له ۴۰۰۰ څخه لږ سرتېري پاتې دي، چې د وتلو ماموریت پر وخت یې شمېر ۵۸۰۰ و.

د پنټاګون ویاند جان کربي خبریالانو ته تائید کړې، چې وتل پیل شوي؛ خو دا یې ونه ویل، چې څومره ځواکونه پاتې دي.

د پنجشنبې ځانمرګی برید، چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې؛ د هوایی ډګر له دروازو بهر یې هغه افغانان پر وینو ولړل، چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د وتلو لپاره راټول شوي وه.

دا په داسې حال کې، چې امریکایي سرتېرو او متحدینو یې د تېرو دوه اوونیو په بهیر کې د خپلو وګړیو او له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو د پیل لپاره د کابل هوایي ډګر غوره کړی دی.

Trending

Exit mobile version