تازه خبرونه

په افغانستان کې د یو شمېر آسترالیایي سرتېرو قراردادونه فسخه شول

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۳۹۹)

د آسترالیایي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د دې هېواد حکومت په افغانستان کې د ملکي وګړیو او بندیانو پر وژلو تورن لس سرتېري له دندې ګوښه کړي دي.

آسترالیايي رسنیو په ډاګه کړې؛ له باوري شواهدو له خپرېدو وروسته دې هېواد په افغانستان کې د لږ تر لږه لس ځانګړیو سرتېرو تړونونه د ملکي وګړیو د ناقانونه وژنې له کبله فسخه کړي دي.

تېره اوونۍ د آسترالیا حکومت یو لړ باوري شواهد وموندل، چې آسترالیایي ځواکونو په افغانستان کې ملکي وګړي او بندیان وژلي دي.

د ای بي سي سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هغه ملکي افغانان، چې د کورنۍ غړي یې د آسترالیا ځانګړيو ځواکونو وژلي؛ اوس هم د عدالت، تاوان او غرامت غوښتنه کوي.

په دې راپور کې راغلي؛ د آسترالیا ۱۹ سرتېري د ملکي افغانانو د وژنې پر تور محاکمه کیږي، چې  تر دې دمه یې ۹ پېژندل شوي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

راپور دا هم په ډاګه کړې، چې له دغو تورنو سرتېرو څخه ۱۰ یې په رسمي بڼه له دندې ګوښه شوي دي.

په افغانستان کې د قربانیانو کورنیو ویلي، چې د ملکي وګړیو د وژنې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د روزګان ولایت د سرخوم کلي اوسیدونکی عبدالطیف، چې د استرالیايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال یې خپل پلار له لاسه ورکړی؛ یادې رسنۍ ته ویلي: زه عدالت غواړم. همدارنګه هغه دردونه، چې دوی ماته رسولي؛ زه یې د جبران غوښتونکی یم.

عبدالطیف زیاته کړې: د اسلامي قانون له مخې دې عدالت رامنځته شي؛ ځکه، چې جرمونه په افغانستان کې شوي او دا سرتېري باید پر اسلامي قانون محاکمه شي. که دوی پر آسترالیایي قانون محاکمه کیږي؛ نو د ژوند تر پايه باید په بند کې وي. مونږ عدالت او تاوان دواړه غواړو.

په راپور کې دا هم راغلې؛ که داسې کره شواهد تر لاسه شي، چې آسترالیايي ځواکونو د افغانانو په وژلو کې ښکېل وي؛ بیا، نو د آسترلیا حکومت باید د قربانیانو کورنیو ته ژر تر ژره تاوان او غرامت هم ورکړي.

آسترلیایي کارپوهانو ويلي؛ دا به بېسارې وي، چې په بهر کې د آسترالیا اتباع محاکمه کړي.

دوی زیاته کړې: د آسترالیا لپاره یوازې یوه لار پاتې ده، چې له پخپل خوندیتوب سترګې پټې کړي؛ خو دا به د قانوني ستونزو لامل شي.

Trending

Exit mobile version