روغتيا

په افغانستان کې د ۲۰۲۳ ز. کال د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښه ثبت شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان د روغتیا وزارت د شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پولیو نوې پېښه د ننګرهار ولایت په بټیکوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې کمې شوې دي.

په ۲۰۲۰ ز. کال کې د پولیو ۵۶ پېښو راپور ورکړ شوی او په ۲۰۲۱ کې د ثبت شویو پېښو شمېر څلور و او تېر کال د ګوزڼ یوازې دوه پېښې وې.

ویل کیږي، چې د ګوزڼ یا پولیو دا پېښه د جمعې پر ورځ د غویی ۲۲ / د می ۱۲ ثبت شوه ده.

Trending

Exit mobile version