تازه خبرونه

په افغانستان کې روانه جګړه رښتینې نه، بلکې دسیسه ده- حامدکرزی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد کرزي له اتلانتیک مجلې سره په مرکه کې ویلي:

ما په افغانستان کې جګړه نه، بلکې دسیسه ولیده او هڅه مې وکړه، چې دغه دسیسه شنډه او د  وینه تويېدو مخه ونیسم؛ځکه، چې زما اهدافو د امریکایانو او د ناتو سازمان له اهدافو سره توپیر درلود.

افغان ولسمشرڅرګنده کړه، چې:

په افغانستان کې جګړه نه وه او هېڅکله مې دا نه ده منلې، چې په جګړه کې ښکېل واوسم. هېڅکله مې د وسلوال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د خپلو خلکو ترمنځ جګړه پرمخ نه ده بیولې.

خوښ یم، چې دا کار مې نه دی کړی او په راتلونکي کې به هم داسې ونکړم.

هغه وویل: زه د خپلو سرتېرو او پوځ ترڅنګ ولاړ یم او له هغوی څخه ملاتړکوم.دوی د دې خاورې بچیان دي، چې خپل ځان د دې هېواد د ساتنې لپاره قربانوي؛ خو د دوی ژوند په داسې یوه جګړه کې قرباني کيږي، چې هغه زمونږ جګړه نه ده، بلکې داسې یوه دسیسه ده، چې مونږ یې قرباني یو.

ښاغلي حامد کرزي په ډاګه کړه، د طالبانو پر ضد د جګړې په نوم د جګړې دوام نه ستایم او ما ته دا جګړه ريښتينې نه، بلکې دسیسه ښکاري، داسې یوه دسیسه، چې هم په کې طالبان او هم امنیتي ځواکونه د افغانانو په توګه مري او زه غواړم دغې دسیسې ته د پای ټکی کیدم.

Trending

Exit mobile version