تازه خبرونه
په افغانستان کې سلګونه میلیارد ډالر ضایع شوي – سیګار
د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا د څار ادارې یا سیګار مشر په یوه تازه راپور کې په ډاګه کړې، چې له افغانستان سره مرسته شوي میلیارډونه ډالر ضایع شوي دي.
د سیګار ادارې مشر ويلي، چې له دوه زره دوه یم میلادي کال څخه تر دوه زره اتلسم میلادي کال پورې له افغانستان سره د امریکا مرسته شوي نولس میلیارډ ډالر تالاترغۍ شوي دي.
د سیګار په راپور کې د درغلیو لس اړینې پېښې یادې شوي او څرګنده شوې، چې په افغانستان کې پر یوه ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې پر نوم یو نیم میلیون ډالر لږول شوي دي.
لومړی: د ژمي لپاره د کابل تدارکات:
پر ۲۰۰۷ زېږدیز کال د کابل په تره خېل کې د پلازمېنې د برښنا د غښتلي کولو لپاره د برښنا د تولید پروژه یا برېښناکوټ ۳۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت جوړه شوه؛ خو د یوې ورځې د تېلو لګښت یې ۲۴۵ میلیون ډالره کیده.
دویم: د نیم میلیارد ډالرو پر ارزښت د افغان هوايي ځواک لپاره د ټرانسپورټي الوتکو پېرل:
پنتاګون په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د اړتیا له مخې د افغان پوځ د ټرانسپورټ لپاره ۱۶ جي ۲۲۲ الوتکې وپېرلې. شپږ کاله وروسته دا الوتکې د کباړ په بیه پر څلويښت زره ډالرو، یا په ۲۵۰ زره ډالرو و پلورل شوې.
درېیم: پر ۲۰۱۰ زېږدیز کال په هلمند کې د سمندري ځواکونو لپاره د ۳۶ میلیون ډالرو پر ارزښت د یوې اډې جوړول.
د راپور له مخې، دا اډه هیڅکله ونه کارول شوه.
څلورم: په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د افغان پوځ لپاره د نوي یونیفورم پر ډيزاین ۲۸ میلیون ډالر ولګول شول.
په راپور کې راغلي، چې د وخت ملي دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ له یوه کاناډايي شرکت څخه پوځ ته د یو میلیون و درې سوه زره دریشیو لپاره ځانګړې شوې پیسې ولګولې؛ خو دریشۍ په جګړه کې ښکېلو سرتېرو ته ونه رسیدې.
د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا د څار ادارې مشر جان سیپکو وایي: په هر ځای کې مې د فساد بېلګې ولیدې، چې لویه برخه یې خیالي اردو او پولیس ول. د هغو تېلو پنځوس په سلو کې غلا کیدل، چې مونږ د افغان ملي اردو لپاره پېرل. په یوه قرارداد کې د ۲۵۰ میلیون ډالرو د فساد یوه لویه بېلګه مې له اشرف غني سره شریکه کړه. هغه وویل، چې په دې اړه به څېړنه وکړي؛ خو هیڅ یې ونکړل.
پېنځم: په دې راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پر پلمه په یوه ورځ کې یو نیم میلیون ډالر لګول شوي دي.
امریکا له دوه زره دوه یم کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې هره ورځ په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره یو نیم میلیون ډالره لګولي دي. په دوه زره شلم میلادي کال کې د نشه يي توکو تولید د ۲۰۱۹ کال په پرتله پېنځه دېرش په سلو کې ډېر شو.
شپږم: د افغانستان په شمال کې د یوه سړک په ناقص ډول جوړولو کې د ۲۴۹ میلیون ډالر لګول شوي.
دا ۲۳۳ کیلومتره سړک د قیصار او لامان ترمنځ پروت دی، چې یوازې پېنځلس په سلو کې یې چارې پر مخ ولاړې او بیا وروسته بېرته ویجاړ شو.
اووم: د ۸۵ میلیون ډالرو پر ارزښت د یوه هوټل جوړول، چې هیڅکله افتتاح نشو.
په کابل کې د امریکا د سفارت په خوا کې د یوه هوټل او استوګنځي چارې د ۸۵ میلیون ډالر پر ارزښت پیل شوې؛ په دوه زره شپاړسم کال کې سیګار وموندله، چې پيسې غلا شوي او ودانۍ نده جوړه شوې.
اتم: پنتاګون د سوداګریزو عملیاتو لپاره افغانستان ته په دوه زره نهم کال کې ۶۷۵ میلیون ډالره ځانګړي کړل، چې ۳۵۹ میلیون یې په نامستقیمه لار لګول شوي دي.
نهم: په دوه زره پېنځلسم کال کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره ۵۱۰ پروژې ځانګړې شوې؛ خو په عمل کې له هرو درې پروژو یوه یې نوه.
لسم: په ټولیزه توګه نولس میلیارډ ډالر تالا ترغۍ شوي دي.
د امریکا د کانګرس د راپور له مخې؛ امریکا له دوه زره دوه یم کال راپدیخوا په افغانستان کې یو سلو څلوردېرش میلیارډ ډالر لګولي؛ خو سیګار یوازې د ۶۳ میلیون ډالرو څېړنه کړې، چې له دې پيسو نولس میلیارډ ډالر غلا شوي دي.
