تازه خبرونه
په افغانستان کې سوله به د سیمې سوداګرۍ ته وده ورکړي -عمران خان
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات به د ټولې سیمې لپاره ګټور وي او ورسره به نور اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي.
نوموړي د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چارسمبالی نثار احمد فیضي غوریاني سره په کتنه کې ویلي: په افغانستان کې سوله به د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د نويو فرصتونو په برابرولو کې د ټولې سیمې لپاره ګټوره وي.
د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړې؛ پاکستان او افغانستان ښه ډېر اقتصادي فرصتونه لري، چې په وینا یې یوازې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ له لارې ترلاسه کیدی شي.
عمران خان همدارنګه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان دوامداره ملاتړ تکرار کړ او د خبرو اترو د سیاسي جوړجاړي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
دغه راز نثار احمد فیضي غوریاني د سولې له بهیره څخه د پاکستان له ملاتړ او د دواړو حکومتونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا له هڅو مننه وکړه.
غوریاني، چې د پاکستان – افغانستان ۲۰۲۰ د سوداګرۍ او پانګونې په ناسته کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته تللی؛ د دغه هېواد له لوړ پوړیو چارواکو سره یې لیدلي او د دواړو هېوادونو پر ترانزیتي مسلو او سوداګرۍ یې هر اړخیزې خبرې کړي.