تازه خبرونه

په افغانستان کې سوله سیمې ته د سوکالۍ زیری لري – علوی

Published

on

د پاکستان ولسمشر عارف علوي څرګنده کړې؛ په افغانستان کې سوله سیمې ته سوکالي او نړۍ ته د منځنۍآسیا له هېوادونو سره سوداګریز فرصتونه او اړیکې هم رامنځته کوي.

نوموړي د عربي متحده اماراتو له خلیج ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي؛ ځکه، چې دا به پر پاکستان او سیمه مثبت اغېز ولري.

هغه دا هم ویلي؛  پاکستان هیله لري، چې په افغانستان کې یو داسې ټولګډونه حکومت رامنځته شي، چې د ټولو سیاسي اړخونو استازیتوب ولري.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې مرکزي رول نلري  او دا هېواد یوازې په بشري هڅو کې له طالبانو سره همکاري لري.

نوموړي د امریکا د وتلو په اړه ویلي، چې دا “بېړنۍ غوښتنه” وه. پاکستان تل هڅه کړې، چې امریکا له جګړې نکولو ته وهڅوي  او پر خبرو راوڅرخي.

Trending

Exit mobile version