تازه خبرونه
په افغانستان کې سیاسي ناندرو امنیتي وضعیت اغېزمن کړی- خلیلزاد
پخوانی امریکایي دیپلومات د ملي وحدتحکومت له مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبداللهغوښتي،چې خپلمنځیاختلاف دې حل کړي.
دغه راز دې پخوانی امریکایي دیپلومات د امریکا د جانس آپکنس په پوهنتون کې د خپل کتاب په اړه له معلوماتو ورکولو وروسته له آریانا نیوز سر ه په ځانګړې مرکه کې غوښتنه کړې،چې پر پاکستان دې فشارونه زیات شي، چېدغه هېواد د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلميخلیلزادغوښتنه کړې،چې په افغانستان کې دې سیاسي ستونزې حل شي؛ځکه په وینا یې دې حالت امنیتي وضعیت اغېزمن کړی دی.
د هغه په وینا؛ دواړه مشران دې پولیس پیاوړي کړي او کار دې اهل کار ته وسپاري.
دی وایي، د ملي وحدتحکومت مشران مسوولیت لري،چې خپل سیاسي اختلاف حل کړي او د بروکسل له غونډې مخکې هوکړې ته ورسیږي.
ټاکل شوې د اکتوبر په پېنځمه د افغان دولت او اروپایي ټولنې په کوربتوب د بروکسل غونډه تر سره شي.
په دې غونډهکې به ارویایيهېوادونه او دېرش نړیوال سازمانونه برخه واخلي او له افغانستان څخه به په مالي او سیاسي ملاتړ ټینګار وکړي.