تازه خبرونه
په افغانستان کې شوروي اتحاد ۳۵ کاله مخکې له ماتې او وتلو سره مخ شوی
د افغانستان اسلامي امارت نن (پنجشنبه د سلواغې شپږویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې دا ورځ د هېواد په تاریخ کې له ویاړه ډکه او د الله پاک د شکر ورځ ګڼي او ټول ملت ته د دې سترې بریا مبارکي وایي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو سل کلونو کې افغانانو د الهي نصرت په برکت درې ځلې دغه بريا ګټلې او خپله ازادي او خپلواکي يې ترلاسه کړې ده.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ په درېیم ځل مو هم هېواد په الهي نصرت له یرغلګرو ازاد شو او دا د دې ښکارندویي کوي، چې د افغانانو د خپلواکۍ ولولې اوس هم پیاوړی دی او او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
اسلامي امارت ویلي، چې یرغلګر هېوادونه به له سل کلنو پرلهپسې یرغلونو او د افغانانو له بریالیتوبونو څخه عبرت اخیستی وي او پر دې هېواد به د بل یرغل له کولو مخکې سل ځله فکر وکړي.
په خبرپاڼه کې دا هم څرګنده شوې، چې افغانان سوله خوښوونکي خلک دي؛ خو هر ځل د بهرنیانو د تېري او جګړې له کبله د دوی امنیت او سوله پر جګړه اوښتې او کلونه کلونه یې افغانان ځورولي او کړولي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان خلک بايد تېر ته ورته د هر ډول دسيسو پر وړاندې هوښيار وي او د خپلو پلرونو او نیکونو لار غوره کړي او د خپل ځواکمن اسلامي عزم او ملي يووالي په خوندي کولو کې د هېواد له ازادۍ او خپلواکۍ ساتنه وکړي.