تازه خبرونه
په افغانستان کې طالبان اوس هم یو ګواښ دی- جنرال دانفورد
دا خبره د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورد د پنجشنبې په ورځ د امریکا د پوځي خدماتو کمیتې ته کړې ده.
دانفورد په افغانستان کې وضیعت ستونزمن وباله او په دې هېواد کې يې د امریکا د اوسني پوځي قومندان جان نیکلسون او پخواني هغه کمپبل څرګندونې سمې وبللې، چې طالبان اوس هم په افغانستان کې یو ګواښ دی.
د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورد پوځي کمیتې ته څرګنده کړې، چې د امریکا پوځي مشران په افغانستان کې هغه څه ارزوي، چې په ۲۰۱۵ کال کې یې له جګړې زده کړي او په ۲۰۱۶ کال کې به یې په دې هېواد کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه وکاروي.
جنرال دانفورد پر هغو سپارښتنو ډاډ څرګند کړې، چې د امریکایي ځواکونو اوسني او پخواني قومندانانو ده ته سپارلي او دا به یې ولسمشر اوباما ته سپاري، چې په ۲۰۱۶ کال کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه وکارول شي.