تازه خبرونه
په افغانستان کې لنډمهاله حکومت جوړیږي – سیاستوال
د قطر په دوحه کې د سولې خپلمنځي خبرو د دوه یم پړاو له پیل سره سم په کابل کې د لنډمهالي حکومت د جوړولو مسله توده شوې ده.
د ملي پخلاینې عالي شورا یو شمېر غړیو هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لنډمهاله حکومت د جوړولو له پیغام سره کابل ته راغلی و.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې ملګرو هم ويلي، چې په راتلونکیو میاشتو کې د لنډمهاله حکومت له جوړېدو سره به یو نوی سیاسي نظام رامنځته شي.
د افغانستان د سولې او نجات شورا مشر ګل رحمن قاضي ویلي: د یوه کس پاتې کېدل او تلل د قربانیو په پرتله دومره ارزښت نلري، چې ولس هره ورځ ووژل شي؛ نور جوړښت پرته له شکه پخپل حال پاتې کیږي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ويلي؛ د دوحې په خبرو کمې باید لومړی پر اوربند هوکړه وشي او بیا دواړه خواوې د لنډمهاله ادارې تر نامه لاندې هوکړه وکړي، چې راتلونکی سیاسي جوړښت رامنځته کړي.
د حزب اسلامي د مشرتابه غړی حفیظ الله نقي وایي: پرته له دې، چې د خبرو لوري پر یو لنډمهاله او انتقالي حکومت بحث وکړي؛ د مرکزي نظام پر جوړښت بحث ناشونی دی.
د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند د صلاح الدین رباني په مشرۍ هم د لنډ مهاله حکومت د جوړولو وړاندیز کړی دی.
دغه راز د جمعیت اسلامي بله برخه د لنډمهاله حکومت غوښتنه کوي.
د جمعیت اسلامي افغانستان اجرائیوي مشر عطا محمد نور په دې اړه ویلي: د لنډمهاله او انتقالي حکومت په اړه مو فکر هم نه و کړی. اوس به مونږ ته یو غوراوی وي، چې په اړه یې فکر وکړو او دا طرح وړاندې کړو او که شته، پیاوړې یې کړو.
ولسمشرۍ د لنډمهاله حکومت پر جوړولو بحث رد کړی دی.
دا په داصسې حال کې ده، چې طالبانو دا هم ویلي؛ دوی د لنډمهاله حکومت وړاندیز ندی کړی.