تازه خبرونه

په افغانستان کې له بشري حقونو پراخه سرغړونې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې له بشري حقونو پراخه سرغړونه شوې ده.

 په دغه راپور کې د تاوتریخوالي پراختیا، د حکومتي کسانو وژل، د حکومتي ځواکونو لخوا له نیول شویو کسانو سره ناوړه چلند هغه موارد بلل شوي،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د بشر له حقونو پراخه سرغړونه ده.

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هم په افغانستان کې د بشر له حقونو مهمه سرغړونه بلل شوې ده.

په راپورکې طالبان تر نیوکې لاندې راغلي؛ طالبان پر ملکیانو زړه نه  سوځوي، په کورونو کې جوړ شوي بمونه د ملکیانو خلاف کاروي، داسې ځانمرګي بریدونه کوي، چې په کې ملکیان قرباني کیږي او په ځانمرګو بریدونو کې له ماشومانو استفاده کوي.

سړي تښتونې او نور لسګونه جرمونه هم په دغه راپور کې ذکر شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي؛ یو مهم مورد تېر کال دا و،چې کندز د طالبانو لاسته ورغی او هلته د بشر له حقونو پراخې سرغړونې وشوې.

 د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه راپور له ځینو برخو سره هوکړه نه لري او وایی، د امنیتي ځواکونو لخوا له  بشري حقونو څخه د سرغړاوي پیښې اوس ډېرې کمې شوي او حکومت د قانون حاکمیت ته ژمن دی.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په قضایی او عدلي نظام کې د تېر یوه کال اصلاحات کافي نه بولي او وایي، اصلاحات باید داسې وي، چې عدالت ته لاس رسی آسان شي او د دوسیو په څېړنه کې هیڅ ډول سرغړونې او معافیت موجود نه وي.

Trending

Exit mobile version