روغتيا
په افغانستان کې له تېرو ۸ میاشتو راپدېخوا د ګوزڼ ۱۱ پېښې ثبت شوي
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دغو څرګندونو تر څنګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په پاکستان کې هم ۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، په افغانستان کې له تېرو ۸ میاشتو راپدېخوا د ګوزڼ یا پولیو ۱۱ نوې پېښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین له پلې کېدا سره هممهاله د روغتیا نړیوالې ټولنې دغه شمېر وړاندې کړی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دغو څرګندونو تر څنګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په پاکستان کې هم ۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د دې ټولنې دا شمېر ښيي، چې تېر کال د ګوزڼ شپږ نوې پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.
دا ناروغي اکثراً له پېنځه کلونو څخه ټیټ عمره ماشومان اغېزمنوي. ډېري ناروغان هیڅ نښې نلري؛ خو ځینې یې د زکام په څیر نښې لري: (لوړه تبه، د ستوني درد، سر درد، نس درد، د بدن درد او تهوع ).
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ۳ ورځو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.
