سیمه ییز خبرونه

په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې ناوخته هڅې پيلول د امريكا تېروتنه ده- دابينز

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې گړندۍ شوي، د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي جيمز دابنز له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو په هڅو كې ځنډ د امريكا تېروتنه بللې او وايي، چې اوسنۍ هڅې ناوخته پيل شوي دي.

هغه په لندن كې خبريالانو ته ويلي، چې كه په افغانستان كې د سولې خبرې وختې پيل شوې واى، د طالبانو د بيا را پورته كيدو مخنيوي شونى و.

ښاغلى دابنز وايي، په دوه زره دوه يم كال كې مونږ ډېرې تېروتنې كړي دي. دا يوه تېروتنه وه، چې تر دوه زره يوولسم كال پورې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې ځنډول كيدې.

ده ويلي، چې په دوه زره درېيم كال كې پر عراق د  امريكا بريد افغانستان د امريكا له تمركزه بهر كړ او وسلوالو طالبانو ته فرصت برابر شو، چې پيسې راغونډې كړي او بيا را پورته شي.

د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد وايي، چې د سولې لپاره اوس هم مناسب وخت دى.

د ولسي جرگې غړى احمد بهزاد وايي:

دابنز په داسې حال كې د سولې روانې هڅې ناوخته بولي، چې په افغانستان كې هم پر افغان حكومت او هم پر امريكا نيوكه كيږي، چې د سولې هڅې يې جوته او مثبته پايله نلري.

جيمز دوبنز وايي، چې عراق د امريكايي سرتېرو پاتې كيدو ته اړتيا نه درلوده، خو د افغانستان مسئله بيا له عراق څخه توپير لري.

د هغه په باور افغانان د امريكايي سرتېرو پاتې كيدو ته اړ دي او د امريكايي سرتېرو د پاتې كيدو غوښتنه كوي، چې امريكا هم په مقابل كې ور سره ژمنه كړې ده.

Trending

Exit mobile version