تازه خبرونه
په افغانستان کې له ملکي وګړیو سره بشري مرستې ډېروو – ناروې
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویټفیلډ د سې شنبې پر ورځ د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او څرګندوي، چې ناروې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې لس میلیون ډالرو ته پورته کوي.
هغې زیاته کړې، چې دا مرستې به د ناروې د بشري ټولنو له لارې تر سره شي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، ۲۴ میلیون افغانان د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له خطر سره مخ دي او که په روان کال کې پخپل وخت مرستې ور ونه رسېږي؛ یو میلیون ماشومان به له لوږې مړه شي.
انیکن هویټفیلډ وایي: د افغانستان ملکي وګړي د ژمي په دې سختو میاشتو کې مرستو ته اړتیا لري. د ناروې بشردوستانه ملګري د خوندیتوب، خواړو او طبي مرستو په برخه کې خورا زیان منونکیو خلکو ته د ژوند ژغورنې بشري مرستې چمتو کوي، چې پر نورو اړتیاوو سربېره به پرې د ماشومانو د روغتیايي خدماتو کچه لوړه شي.
بشري مرستو ته دغه ۱۰ میلیون ډالر د ناروې د مهاجرینو شورا، د ناروې د سره صلیب ادارې، د ناروې کلیسا، د ماشومانو د ژغورنې ادارې او نورکاپ ټټر وهلی دی.
نوموړې زیاته کړې: ناروې د اقفغانستان د بشري وضعیت په ځواب کې خپل ملاتړ زیاتوي او د اړتیا د کچې په اړه به زمونږ شریکان معلومات وړاندې کړي.