تازه خبرونه

په افغانستان کې له وروستیو سیلابونو ۹۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۴۰۲)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې په هېواد  کې د وروستيو سيلابونو د مړو شمېر ۳۸ کسانو ته رسېدلی او ۵۷ نور ټپيان دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي؛ وروستیو سېلابونو د اته ولایتونو اوسېدونکي اغېزمن کړي او د ځاني زیانونو کره شمېر اوس هم معلوم نه‌دی.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ که څه هم د دې پېښې د قربانیانو وروستی شمېر په لاس کې نه‌لري؛ خو زیاتوي، چې اوسمهال له وروستیو سیلابونو ۳۸ کسان مړه، ۵۷ ټپیان او دوه نور ورک شوي دي.

د یاد وزارت ویاند شفیع الله رحیمی وایي؛ د دغو سیلابونو له کبله څه باندې ٩٠٠ د استوګنې کورونه بشپړه او جزوي ويجاړ شوي، سلګونه څاروي له منځه تللي او د څه باندې اووه زره جريبه ځمکې حاصلات او باغونه هم له منځه تللي دي.

دغه راز سیلاب ځپلي له حکومت او مرستندويه ادارو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

د راپورونو پر بنسټ، د وروستیو سیلابونو تر ټولو ډېر زیانونه د میدان وردګ ولایت اوسیدونکیو ته اوښتي؛ خو د میدان وردګ د دې پېښې زیانمن شوي کسان وايي، چې تر اوسه ورسره لازمې مرستې نه‌دي شوي او له دولت او مرستندویه موسسو څخه د دوی د ستونزو د اواري غوښتنه کوي.

پرمیدان وردګ سربېره کابل، خوست، پکتیا، کونړ، نورستان، غزني او ننګرهار هم وروستیو سېلابونو اغېزمن کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو د ستونزو د اواري لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د هوا پېژندنې ادارې وړاندويېنه کړې، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې به د کابل په ګډون د هېواد ۱۷ ولايتونه د سختو بارانونو او سيلابونو شاهد وي.

Trending

Exit mobile version