تازه خبرونه
په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۱۷۳ قضیې ثبت شوي
په هېواد کې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۱۷۳ قضیې ثبت کړې دي.
د لویې څارنوالۍ چارواکو ویلي، چې یوازې د قرنطین پر مهال یې د میرمنو د وهلو ټکولو ۲۴۹ قضیې ثبت کړې دي.
د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د جنسي تیري، د ښځو د وهلو ټکولو، ځورولو او سپکاوي، په زور نکاح، د واده له حقه بې برخې کیدل، له وخت مخکې ودونه، د میراث او مال له حقه بې برخې کیدل.
ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوی په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالې سینا شنا منصور څرګنده کړې، چې: د قرنطین په حالاتو کې نرینه وو ډېره حوصله نلرله او مونږ پوهیدو، چې تاوتریخوالی ورسره ډېریږي. د څارنوالۍ ټولې دروازې پرانستې وې او د قرنطین پر مهال مو په ټول هېواد کې د وهلو ټکولو ۲۴۹ دوسیې لرلې.
د لویې څارنوالۍ د څرګندونو له مخې؛ د وهلو تکولو ۵۴۱، د ځورونې او سپکاوي ۱۴۱، د جنسي تېري ۱۲۱ او پاتې نور یې بېلابېل تاوتریخوالی دی.
کابل د ۳۳۹ تاوتریخوالي په لرلو د نوملړ په سرکې دی او هرات د ۹۴ پېښو، دایکندي ۶۷، تخار ۶۶، ننګرهار د ۶۳، بلخ د ۵۷، فاریاب، بغلان، بدخشان او نور ولایتونه په ترتیب ثبت شوي دي.
دغه راز د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۵۴ قضیې ثبت کړي، چې یوازې په فبرورۍ کې ۲۱۵ پېښې وې.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وایي: کورنی تاوتریخوالی، په زور ودونه، د واده له حقه د نجونو بې برخې کول، د میړه لیریوالی او د میرمنې بې برخلیک پاتې کیدل یې ډاډمن عوامل دي.
د ښځو د حقونو ملاتړي وایي، چې حکومت دې د ښځو پر وړاندې د تاوتذیخوالي دوسیو ته پوره پاملرنه وکړي؛ بې سوادي،بې وسي، دیني معلومات نلرل او ناوړه دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دلایل دي.