تازه خبرونه
په افغانستان کې له کرونا ۳۶۹ کسان مړه او ۲۰۹۱۷ اخته شوي
د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې، چې د کرونا ویروس له ۵۷۵ نویو مثبتو پېښو خبر ورکوي؛ وايي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس اخته ۱۲ ناروغان مړه شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ له دې ناروغۍ ۷ کسان په کابل، ۴ په هلمند او یو کس په میدان وردک ولایتونو کې له ژوندانه بې برخې شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړه شویو ناروغانو شمېر ۳۶۹ ته پورته شوی دی.
عامې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې په کابل کې د ۱۹۳، په هرات کې د ۱۵۱، په کندهار کې د ۳۹، په پکتیکا کې د ۷، په ننګرهار کې د ۲۳، په بادغیس کې د ۱۳، په تخار کې د ۵، په لوګر کې د ۲۲، په نیمروز کې د ۱۰، په میدان وردک کې د ۷، په پروان کې د ۱۳، په لغمان کې د ۳، په هلمند کې د ۳۹، په کونړ کې د ۲۶، په غور کې د ۱۰، په زابل کې د ۸، په بدخشان کې د ۱ او په دایکندي کې د ۵ کسانو کتنې مثبتې وې، چې له دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۰۹۱۷ ته پورته شوی دی.
دغه راز په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۳۲۹ کسان له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي، چې په هېواد کې د ټولو رغیدلیو کسانو شمېر۲۰۹۱۷ ته رسیدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د نورو درې میاشتو لپاره ګرځبندیز اعلام کړی دی.
د دغې نوې طرحې له مخې؛ په عمومي ځایونو کې پر ماسک کارولو ټینګار شوی؛ له لس کسانو د دېرو پر راټولیدنې او د فاتحې او ودنو پر مراسمو بندیز اړین ګرزول شوي دي.
ویل کیږي، چې هوټلونه، ستډیوګانې، عمومي ځایونه، پارکونه او ښوونیز بنسټونه به تر درې نورو میاشتو تړلي وي؛ خو ښوونیز بنسټونه کولی شي خپل درسي بهیر انلاین روان وساتي.
دا په داسې حال کې ده؛ چا، چې په کابل او نورو ولایتونو کې خپل ناروغان د کرونا د تشخیص مرکزونو ته وروستي، وایي، په تېرو درې ورځو کې د کرونا ټسټونه د کیټونو د نشتوالي له کبله دریدلي دي.
خلک وایي، د کویډـ ۱۹ ناروغۍ د کیټونو نشتوالی د اندېښنې وړ دی او دې چارې ډله ییز مرګ ته زمینه برابره کړې ده.