تازه خبرونه

په افغانستان کې له کرونا ۷۷۴ ناروغان مړه او ۳۱۸۳۶ اخته دي

Published

on

عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په افغانستان کې پر کرونا اخته ۲۸ ناروغان مړه شوي دي.

د یاد وزارت د نننیو څرګندونو له مخې؛ ۲۴ کسان په کابل، ۲ په ننګرهار، یو په بلخ او یو هم په میدان وردګ ولایتونو کې دې وبا د ژوندانه له نعمتونو بې برخې کړي دي.  

تر دې دمه په هېواد کې له دې ویروسه ۷۷۴ کسان مړه او ۳۱۹ پرې تازه اخته شوي، چې له دې سره یې ټول شمېر ۳۱۸۳۶ ته رسیدلی او ۱۵۲۰ نور رغیدلي دي.

روغتیا وزارت ویلي؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۱۳ کسان په کابل، ۴۲ په هرات، ۱۰ په کندهار، ۸ په بلخ، ۵ په ننګرهار، ۱۴ په تخار، ۵ په بغلان، ۱۱ په بادعیس، ۳ په لوګر، ۲ په میدان وردګ، ۶ په بدخشان، ۱ په لغمان، ۵۶ په دایکندي،۲۱ په فراه، ۱ په پنجشېر او ۱ هم په زابل ولایتونو کې پر کرونا نوي اخته شوي دي.

تر دې دمه په ټول هېواد کې  ۱۵۶۵۱ کسان له دې وبا رغیدلي دي.

ویل کیږي، چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ۱۰۴۹۸۰۹۰ کسان اخته شوی، ۵۱۱۸۵۱ مړه دي او ۵۳۷۴۷۶۴ ترې رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version