تازه خبرونه

په افغانستان کې لوږه له نیمایي ډېر وګړي ګواښي –ملګري ملتونه

Published

on

د خواړو نړیوالې ټولنې له اقتصادي ناورینه خبر ورکوي او حرګندوي، چې په را روان ژمی کې د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي لوږه ګواښي.

دې ټولنې ویلي، که د ژمي له رارسېدو مخکې له لوږې سره مخ ۲۲ میلیون وګړیو ته بېړنۍ مرستې ونه رسیږي؛ له منځه به ولاړ شي.

د کابل اوسېدونکی صورت بېک ویلي؛ که رښتیا ووایم کارو بار نشته. سل ، ۸۰ یا ۹۰ روپۍ پیدا کوم. پخوا به درې ـ څلور سوه کېدې؛ اوس بازار نشته،د خلکو اقتصاد کمزوری دی.   

له بدخشان څخه راغلي راز محمد نومی څرګنده کړې؛ الله باک شته، چې همدا یو بیک لرم؛ خو بیا هم هیله من یم، چې له خپلو بچو سره اووسیږم.

خواړو ته د ماشومانو نه لاسرسی بله ننګونه ده.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف څرګندوي؛ د افغان ماشومانو د خواړو حالت  زړه بوږنوونکي دي، ځکه داسې اندېښنې شته، چې د خواړو له کبله ۱۴ میلیون وګړي ژوند له ناورین سره مخ کطدونکی دی.

دا بنسټ وايي، اوسمهال پېنځه میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، چې د تېر ژمي پر پرتله پېنځه دېرش سلنه زیاتوالی ښيي.

کارګر ماشوم دولت نومی وایي: د ۲۵۰ افغانیو سمبوسه پېرم؛ له دې که دېره ګټه تر لاسه کړم؛ نو ۲۰ به وي، چې زما خپله خرچه نه برابروي.

ساحل نومي بل کارګر ماشوم ویلي؛ کارو بار نشته؛ کله وي او کله نه وي. پخوا ښه و. اوس کله ۱۰۰ او کله هم ۵۰ پیدا کوم.

ملګرو ملتونو او د بشري مرستو نړیوالو بنسټونو ویلي، چې مرستندوی هېوادونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې د هوا له سړېدو او ژمي مخکې برابرې او پخپلو ژمنو دې عمل وکړي.

د خواړو نړیوالې ټولنې د وړاندویېنې له مخې؛ د افغانستان اړمنو خلکو ته د لاسرسي لپاره هره میاشت ۲۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لیدل کیږي او هڅه کوو، چې ۲۳ میلیون وګړیو ته په راروان ژمي کې مرستې ورسیږي.

Trending

Exit mobile version