سوداگري

په افغانستان کې ملي عواید ډېر شوي – نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۴۰۲)

نړیوال بانک د افغانستان په اړه په یوه نوي راپور کې څرګنده کړې، چې د روان مالي کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې د دغه هېواد ملي عواید د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ۸ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د روان مالي کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې به د افغانستان ملي عواید ۷۸ میلیارد افغانیو ته ورسېږي. که څه هم د تېر کال د همدې مودې پر پرتله زیاتوالی ښيي؛ خو له ټاکلي هدف څخه ۷ میلیارد افغانۍ کم دي.

ګمرکي تعرفه او د سوداګرۍ مالیه د عوایدو ۶۰ سلنه جوړوي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي؛ د افغانستان صادرات هم د ۲۰۲۳ ز. کال په لومړیو اووه میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله درې سلنه ډېر شوي، خو د سکرو د صادراتو د کمښت له کبله میاشتني صادرات کمیږي. په ياده موده کې واردات ۳۲ سلنه زيات شوي او ارزښت يې ۴ اعشاریه میليارد دالرو ته رسيدلی دی.

نړیوال بانک وایي؛ د سوداګرۍ د کسر له پراخېدو سره – سره د روان کال له جنورۍ تر اګست میاشتې د دالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۷ اعشاریه ۳ سلنه لوړ شوی دی.

دغه بنسټ وايي، د نامعلومو بهرنیو بهیرونو تر څنګ په کورنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخنیوی، د ملګرو ملتونو له‌خوا د پیسو محدودیت، حواله‌جات او د دالرو لېږل د افغانیو د ارزښت د لوړېدو لاملونو دي. د ملګرو ملتونو نغدي مرستې هم سږ کال یو اعشاریه دولس میلیارد دالرو ته رسېږي.

د نړیوال بانک په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ ز. کال له اپریل راپدیخوا په افغانستان کې د توکو بیې د عرضې د زیاتوالي، د افغانۍ د ارزښت د لوړوالي او د تقاضا د کموالي له کبله راټیټې شوې دي.

Trending

Exit mobile version