تازه خبرونه

په افغانستان کې ميليونونه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نلري

Published

on

د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، چې اوسمهال په دې هېواد کې ميليونونه خلک روغتيايي خدمتونو ته له لاسرسي نلري.

دغې کمېټې د دوشنبې پر ورځ ( د وري ۸ ) ټویټ کړی، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو له کبله زرګونه روغتیايي مرکزونه د خلکو پر مخ تړل شوي او یا هم بندیږي.

د يادې کمېټې په وينا، په ټول افغانستان کې د روغتيايي مرکزونو د تړلو او بندېدو له کبله ډېري ناروغان روغتونونو او کلينيکونو ته د رسېدو لپاره اوږده سفرونه کوي.

د سره صليب کمېټه ټينګار کوي، چې اوسمهال ډېر خلک په شخصي کلينيکونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې وس نلري.

په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي وه، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د وروستۍ څپې او د شري ناروغۍ د زیاتېدو له کبله له پوره ستونزو سره مخ دی.

د کمیشنر د څرګندونو له مخې، په زرګونه افغان روغتیایي کارمندانو او ښوونکیو ته له څه مودې راپدیخوا معاش ندی ورکړ شوی.

له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي وه، چې د روان کال له پیل راپدیخوا په افغانستان کې د شري ناروغۍ څه باندې ۱۸ زره پېښې ثبت شوي، چې ۱۴۲ ماشومانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version