تازه خبرونه

په افغانستان کې میلیونونه خلک بېړنیو مرستو ته اړ دي

له دې مخکې دې بنسټ ویلي وه، چې تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۱۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

Published

on

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، چې د دې هېواد میلیونونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د سې‌شنبې پر ورځ ( د مرغومي اتلسمه) خپل دا څرګندونې په ایکس پاڼه کې وړاندې کړې دي.

دې پروګرام یادونه کړې، چې د دغو کورنیو اکثریت باید د خوړو او د خپلو ماشومانو د تودولو ترمنځ یو غوره کړي.

ډبلیو اف پي په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د بېړنیو مرستو غوښتنه هم کړې ده.

له دې مخکې دې بنسټ ویلي وه، چې تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۱۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

ویل کیږي، چې په دې هېواد کې ۵ میلیون خلک نه پوهیږي، چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کیږي.

Trending

Exit mobile version