تازه خبرونه
په افغانستان کې مېشتو سلواکي پوځیانو ته نوی ماموریت سپارل کیږي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په افغانستان کې مېشتو سلواکي پوځیانو ته به، چې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي، یو نوی ماموریت وسپارل شي.
د سلواکیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې دېره سلواکي پوځیان به په خپل دغه نوي ماموریت کې د افغانستان د ملي اردو تخنیکي پرسونل ته د ایم آی چورلکو تخنیکي چارې ورزده کړي.
هغه سرتېري به، چې تخنیکي پرسونل ته زدکړه ورکوي؛ د هوايي تمریناتو له ډلې سره یوځای شي، چې د هوايي مشورې تیم بلل کېږي.
دوی به د افغانستان په هره برخه کې، چې عملیات کېږي فعالیت کولی شي.
د سلواکیا د خبري رسنیو د راپور له مخې؛ مخکې له دې، چې دا ځواکونه د ماموریت لپاره افغانستان ته لاړ شي، په سلواکیا یا چک جمهوریت کې به ترینگ ورکړ شي.