تازه خبرونه

په افغانستان کې نوې کرونا ۲۵ ناروغان مړه کړي او ۹۲۹ پېښې رامنځته شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۰)

عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په هېواد کې له کرونا ویروسه ۲۵ ناروغان مړه شوي او ۲۲۹ کسان پرې نوي اخته شوي دي.

د دې وزارت چارواکو ويلي، چې وضعیت نور له څارنې وتلی او په ځانګړي توګه د پلازمېنه ټولو ښاري اوسیدونکیو ته د ماسکونو کارول اړین شوي دي.

د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح ويلي، چې د اړتیا په صورت کې به په ټول هېواد کې د زدکړې ټول مرکزونه وتړل شي.

وحید مجروح وایي وضعیت له څارنې وتلی دی. د ښارونو استوګن دې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي او ماسک کارول به له دې وروسته اړین او وبه څارل شي.

په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۹۲۹ نوي کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او ۲۵ نور ویروس مړه کړي دي؛ له زیانمنو شویو کسانو څخه یوازې ۳۱۳ یې په کابل کې دي؛ خو سره له دې بیا هم ښار له خلکو ډک دی او روغتیايي سپارښتنو ته ډېر پام نه کیږي.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ناروغانو او مړینو له ډېرېدو سره سم حکومت پرون په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، بلخ، ننګرهار پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، لغمان، بدخشان ، کاپیسا، کندوز او نیمروز په ګډون د ۱۶ ولایتونو ښوونځي او پوهنتونونه او نورې ښوونیزې ادارې د دغه ویروس د خپرېدا له کبله د دوه اوونیو لپاره وتړلې.

Trending

Exit mobile version