روغتيا
په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري – د روغتیا نړیواله ټولنه
د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د امیندوارۍ او ماشوم زیږون پورې د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري.
دې ټولنې زیاته کړې، چې له جدي خطرونو سره د مبارزې لپاره ۳۵۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري او که د مرستو بودجه کمه شي دا شمېر به نوره هم زیاته شي.
په دې راپور کې راغلي: هره ورځ په افغانستان کې ۲۴ ميندې او ۱۶۷ ماشومان مري. دا ميندې او ماشومان د اومیندوارۍ او زیږون د مخنيوي وړ ناروغيو له کبله مري. که نړيواله ټولنه د بشري مرستو لپاره زياتې پيسې ځانګړې نکړي؛ دا شمېر به په ټول افغانستان کې زيات شي.
د دې ټولنې د راپور په یوه برخه کې راغلي؛ د بودجې د کمښت له کبله په ۲۰۲۳ کال کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له درې میلیون د زیاتو وګړو پر لاسرسي یې ناوړه اغېزه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان دغه معلومات ناسم ګڼي او وايي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۳۰۰ میندو د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له ولادت څخه مخکې د پاملرنې نشتوالی، بېوزلي، د درملو خپلسري کارول، پرلهپسې زیږون او روغتیايي مرکزونو ته د میندو نه لاسرسی د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړوي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د ناروغیو، وچکالۍ او وروستیو سیلابونو له کبله د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ښځې او ماشومان یې تر ډېره زیانمن شوي دي.
ویل کیږي، چې افغانستان په اسیا کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه پکې لوړه ده.