روغتيا

په افغانستان کې هرکال پر سرطان اخته زرګونه ناروغان مري

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۰)

د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ ویلي، چې هر کال په افغانستان کې ۱۵ زره کسان د سرطان ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

د دې بنسټ مسوولین که څه هم د سرطان ناروغیو د تشخیص لپاره په هېواد کې دننه له هڅو خوښ دي؛ وایي وایي، چې اوس هم هرکال ۲۰ زره کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي او ۱۵ زره یې مري.

د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مجادلې بنسټ مشرې نسرین اوریاخېل د دې بنسټ په دوه یمه ناسته کې زیاته کړې، چې افغانستان اوس هم د سرطان ناروغۍ د تشخیص لپاره روغتیايي مرکزونو او انساني وړتیاوو ته لاسرسی ندی موندلی او هر مال زرګونه کسان د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره ګاونډ هېوادونو ته سفر کوي.

دغه راز  د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني په هېواد کې د سرطان ناروغي د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې اوس هم په دې برخه کې عامه پوهاوی ندی شوی.

هغې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې په دې برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د کرونا ویروس له کبله د افغانستان د پولو تړل کېدو هم په هېواد کې د سرطان ناروغۍ کچه لوړه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت که څه هم د سرطان پر ناروغۍ د اخته کسانو او له دې کبله د مړو شویو کسانو شمېر په لاس که نلري؛ خو وایي، چې د کرونا ویروس له کبله له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان د پولو تړل کېدو دا ناروغي زیاته کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح وایي، چې له عربستان سره د شوې هوکړې پر بنسټ به ډېر ژره په کابل کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې یو مرکز جوړ شي.

Trending

Exit mobile version