تازه خبرونه
په افغانستان کې هر کال۳۰۰۰ ښځې د سینې پر سرطان اخته کیږي
سرطان وېرونکې اصطلاح ده،چې په دې وروستیو کې یې د انسانانو له ژوندانه سره تړاوو راښکاره شوی دی؛ خو پخپل وخت داکتر ته د مراجعې له لارې کولی شو د سرطان له ځینو بڼوځانونه وژغورو او خپل روغ ژوند بېرته پیل کړو.
فریده نومې پېنځه ویشت کلنه ښځه؛ پېنځه میاشتې مخکې خبره شوه، چې پر سرطان ناروغي اخته شوې ده.
نوموړې وایي، روغتون ته مې له راتګ مخکې دغه ناروغي د تخرګ لاندې رامنځته شوه ، چې له ژوندانه یې ډېره ناهیلې کړم. اوس د الله فضل و کرم دی ورځ تر بلې ښه کیږم او ژوندانه ته هم هیلمنه شوې یم.
داکتران وایي، د ناروغې فریدې په کیڼه سینه کې غټه دانه وه؛هغه د زیاتو درملو له اخیستو وروسته جراحي کیږي او اوس یې وروستی عملیات پاتې دي، چې په بشپړ ډول روغه شي.
له وخت مخکې بلوغ ته رسیدل، په ۹ کلنۍ او لس کلنۍ کې پرې میاشتنی عادت راتلل، په ډېر عمر کې امیدواره کیدل، ماشوم ته د تي نه ورکول او د تي د رنګ په نارنجي کیدو باید ناروغان پوه شي، چې د سینې پر سرطان اخته دي.
له حده زیات د تي غټېدل، داخل ته د تي د څوکې ننوتل، د تي له څوکو د وینو بهېدل او درد یې نورې نښې دي، چې پر لیدو یې باید ناروغ داکتر ته ورشي.
ډاکټران سپارښتنه کوي؛د سینې سرطان د تشخیص لپاره ښځې باید د میاشتنۍ ناروغۍ له پای ته رسیدو وروسته کورنۍ درملنه وکړي او وویني،چې په تیونو کې یې کومه اضافي دانه یا غده پیدا شوې او که نه؟
مشهور سندرغاړی فرهاد دریا له اوږدې مودې راهیسې د سرطان پر وړاندې مبارزه کې دخیل دی.
د سینې سرطان په وړاندې مبارزه کې د روغتیا وزارت سفیر فرهاد دریا وایي، چې ښځه نه یوازې د ژوندانه ملګرې ده، بلکې د کورنې جوړښت هم پرې راجوړ شوی دی، چې له منځه تلو سره یې کورنی شتون هم پخپل حال نه پاتې کیږي.
د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل د سینې پر سرطان اخته وه، دوه کاله مخکې پوه شوه، چې د سینې سرطان لري، ناروغي یې پرمختللې وه او کیمیاوي درملنه یې وکړه.
د سرطان ضد مبارزې د بنسټ رییسه شینکۍ کړوخېل وایي؛ دا یوه ناروغي ده، چې باید پخپل وخت یې درملنه وشي.
هغه وایي،چې د سینې سرطان په اړه باید عامه پوهاوی رامنځته او ډېرې خبرې پرې وشي.
د سرطاني ناروغیو د مرکز د تشخیص مسوول ذبیح الله ستانکزی وایي، د جمهوریت روغتون په کابل کې د سینې سرطان د درملنې یوازنی مرکز دی. که څه هم د وسایلو او داکترانو له کموالي سره دغه څانګه مخ ده؛ خو په روان کال کې د دې روغتون اړوند څانګې د سینې سرطان ۲۵۵پرمختللې پېښې تداوي کړي دي.
د افغانستان په زیاترو سیمو کې د ځینو محدودیتونو له کبله ښځې نه شي کولی داکترانو ته ولاړې شي.
راپورونه وايي، چې ډېرې هغه ښځې په کلیوالي سیمو کې تلف شوي، چې د سینې سرطان پر ناروغي اخته وې او ناروغي یې هم ډېره وده نه وه کړی.
د سینې سرطان په ښځو کې ډېر دی؛ خو درملنه یې ناشونې نه ده.
خبریاله: فرحناز فروتن
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو