تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولمنلي حکومت جوړېدونکی دی – طالبان
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرتابه پلاوي غړي شېر محمد عباس ستانکزي څرګنده کړې؛ له ټولو سیاسیونو سره د ټولمنلي حکومت پر جوړېدو خبرې روانې دي او ژر به یوه منلې پایله رامنځته شي.
که څه هم دوه اوونۍ کیږي، چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي؛ خو د نوي نظام د جوړېدو لپاره تر اوسه هڅې ښکاره پایلو ته رسیدلي ندي.
شېر محمد عباس ستانکزي هیله ښودلې، چې روانې هڅې به یوې پایلې ته ورسیږي.
نوموړی وایي: په نوي نظام کې به ټول خلک ځان وویني او په دې اړه له ټولو سیاسیونو سره خبرې روانې دي.
شېر محمد عباس ستانکزي دا راز ویلي، چې حکومت یې د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د نږدې او دوستانه اړیکو غوښتنه لري.
یو شمېر سیاسیونو ویلي، چې طالبان باید نظام په خپل انحصار کې ونلري.
د دوی په باور یوازې ټولمنلی حکومت کولی شي؛ نړیوالې مرستې جلب کړي.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ویلي، چې په کابل کې اوسني سیاسیون نشي کولی د راتلوونکي نظام په اړه له طالبانو سره پرېکړې ته ورسیږي.
هغه له بي بي سي سره په خبرو کې که څه هم د روانو ستونزو پر حل ټینګار کړی؛ خو وایي، چې په افغانستان کې اوسني سیاسیون لکه حامد کرزی، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار نشي کولی د افغانستان د خلکو پر استازیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي.
نوموړی دا درې څېرې د خلکو پر وړاندې پر دسیسو تورنوي.
عطا محمد نور وایي: ډاکټر صاحب ( غني)عبدالله عبدالله او حامد کرزي په پوره همغږۍ نظام طالبانو ته تسلیم کړی دی او یا خپله تسلیم شوي دي. د دوی پرېکړه ناشونې ده، چې ومنل شي.
د افغانستان د نجات حرکت مشر عمر زاخېلوال ویلي؛ طالبان نشي کولی په یوازې سر حکومت وکړي. دی وایي، چې د نړیوالو مرستې به په افغانستان کې د یوه ټولمنلي نظام د جوړېدو پر شرط دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت څوارلس ورځې تېریږي؛ خو اوس هم د یوه نظام د جوړېدو لپاره د طالبانو او سیاسیونو هڅې پایلې ته رسېدلي ندي. خلک هیله لري، چې ژر یو قانوني نظام ولري.