تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت ته اړتیا ده- ایران
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن (یکشنبه د سلواغې ۱۲) د ملا عبدالغني برادر پر مشرتابه له طالب پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې ایران د یو داسې حکومت هرکلی کوي، چې په کې ټولې توکمیزې او سیاسي ډلې هحې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر په مشرۍ پلاوي له ایراني چارواکو سره د سولې پر بهیر د خبرو لپاره تهران ته تلی و.
جواد ظریف د دغو خبرو په اړه ویلي: سیاسي پرېکړې په تشه کې ناشوني دي؛ او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو بهیر باید د اساسي جوړښتونو، بنسټونو او قوانینو لکه اساسي قانون په شتوالي کې تر سره شي.
نوموړي د سولې خبرو کوربتوب ته د تهران له چمتوالی هم ډاډ څرګند کړی دی.
هغه زیاته کړې: د افغانستان خلک دمګړۍ مظلوم شوي؛ جګړې او نیواک خلک ځاني او مالي زیانمن کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې جواد ظریف د افغانستان د خلکو د روان کړاو او ځورونو د پای ته رسولوغوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، طالب مشر ملا برادر په افغانستان کې د داعش ویجاړوونکې هڅې غندلي او پر دوه اړخیزو سرحدي اړیکو یې ټینګار کړی دي.