تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کروناویروس تازه ۳۲ ناروغان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې له تېرو څلیریشت ګړیو را پدیخوا پر کرونا ویروس د اخته ۳۲ ناروغانو مړینه ثبت شوې؛ ځکه، چې اوس د مثبتو پېښو د شمېر کچه راټیټه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په کابل کې ۲۲، په هرات کې ۱، په لوګر کې ۶ او په کاپیسا کې ۳ ناروغان له کرونا ویروسه مړه شوي، چې له دې سره د مړینې شمېر ۱۱۴۷ ته رسیدلی دی.

له ۲۴ ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۱۵۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د دغو ناروغانو شمېر۳۵۸۸۹ کسانو ته رسیدلی دی.

دغه نوې مثبتې پېښې په لاندې ډول ثبت شوي: کابل ۱۰۹، هرات، ۲۰، پکتیا، ۴، تخار، ۴، ننګرهار، ۱، لوګر، ۱، پروان، ۱، لغمان، ۲، میدان وردګ، ۱، کونړ، ۲، غور، ۱۱، او پنجشیر ۳.

د تازه معلوماتو له مخې؛ په یوه شپه او ورځ کې پر کرونا اخته ۲۲۷ ناروغان رغیدلي او کورونو ته رخصت شوي دي روغتونونو څخه رخصت شوي، چې له دې سره د ټولو رغیدلیو کسانو شمېر ۲۳۲۰۸ ته رسیدلی دی.

د یادونې ده، چې په ټوله نړۍ کې ۱۳۸۳۰۹۳۳کسان پر کرونا اخته، ۵۹۰۴۰۱ مړه او۷۷۳۵۶۲۳رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version