تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا اخته کسان ۲۲۱۴۳ شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۱, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا کرونا ویروس ۲۱ کسان له ژوند کولو بې برخې کړي دي.   

 یاد وزارت ویلي، چې په همدې یوه ورځ  کې دې ویروس د هرات ۱۰، د کابل ۳، د نیمروز ۳، بادعیس ۲، د هلمند ۲ کسان او د زابل یو کس مړه کړي دي.

دغه راز ویل کیږي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا ویروس ټول ۶۸۴ کسان اخته شوي، چې ۳۹۳ یې په کابل، ۹۶ په هرات، ۹۵ په ننکرهار، ۲۵ په نیمروز، ۱۸ په کونړ، ۱۳ په کندهار، ۱۲ په فراه، ۸  په کندوز، ۷ په روزګان، ۶ په بادغیس، ۴ په بدخشان، ۴ په زابل او ۳ په پروان ولایتونو کې دي.

همدارنګه له دغو نویو پېښو سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۲۱۴۳ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې له تېرې ورځې راپدیخوا ۳۲۴ کسان له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.  

په افغانستان کې له کرونا ویروسه تر دې دمه ټول ۴۰۵ کسان مړه شوي او ۲۹۷۵ نور روغ شوی دي.

خلک وايي؛ که څه هم  ګواښونه ډېردي او خدمتونه لږ؛ خو پوښتنه دا ده، چې آیا حکومت د بودیجې له کموالي سره مخ دی؟

د دې پوښتنې د ځوابولو په اړه مالیې وزارت ویلي، چې تراوسه له افغانستان سره د دېرش میلیارډ افغانیو مرستې ژمنه شوې؛ خو یوازې شل میلیون ډالر حکومت ته رسیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې پر روڼتیا د څار بنسټ ویلي؛ حکومت د کرونا ویروس  پروړاندې په مبارزه کې د بهرنیو میلیونونو ډالره مرستې د لګولو په برخه کې ځواب ویونکی ندی.

Trending

Exit mobile version