تازه خبرونه
په افغانستان کې پر کرونا اخته ۷۳۷ ناروغان مړه شوي
په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۳۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او پرې اخته ۳۴ ناروغانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هېواد عامې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې د یوې شپې او ورځې په دننه کې ۱۷کسان په بادغیس، ۸ په کابل، ۳ په میدان وردګ، ۲ په کاپیسا، ۲ په تخار، ۱ په کندهار او یو په لوګر ولایتونو کې مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د همدومره وخت پر تېریدو په کابل کې ۲۲۰، په هرات کې ۲۴، په کندهار کې ۱، په ننګرهار کې ۵، په تخار کې ۱۲، په بغلان کې ۱۱، په لوګر کې ۷، په بادغیس کې ۱۱، په کندوز کې ۱۷، په پروان کې ۲، په میدان وردګ کې ۳، په بدخشان کې ۱۵، په دایکندي کې ۱۰، په کاپیسا کې ۷، په پنجشېر کې ۱ او په زابل کې ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه راز په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۲۰۰۴ ناروغان له روغتونونو څخه کورونو ته رخصت شوي دي.
ویل کیږي، چې په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس ۳۰۹۶۷ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي؛ ۱۲۵۸۸ ترې رغیدلي او د مړو شمېر هم ۷۳۷ ته لوړ شوی دی.