تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر ۲۸۴۲۴ پورته شو

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په یوه شپه او ورځ کې پېنځه سوه شپږ څلویښت کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي، چې له دې سره د هېواد د ټولو اخته ناروغانو شمېر ۲۸۴۲۴ پورته شو.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ په یوه شپه او ورځ کې  کابل ۱۷۳، هرات ۱۳۲، خوست ۶۸، پکتیکا ۳۱،  تخار ۲۶، دایکندي ۱۹، کونړ ۱۸، فراه ۱۶، پکتیا ۹، نورستان ۹،  کندوز ۹، لوګر ۸، پنجشیر ۶، بلخ ۶، سمنګان ۵، هلمند ۴، کندهار ۴ او ننګرهار پر کورنا ویروس اخته کسان لرل.

د مالیې وزارت ویانده معصومه جعفري وایي: په یوه شپه او ورځ کې یوویشت ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی او درې سوه دېرش ترې روغ شوي دي.

په ټولیزه توګه تر اوسه په افغانستان کې له کرونا ویروسه پېنځه سوه نهه شپېته کسان مړه شوي او له ۸۰۰۰ ډېر رغیدلي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په راروانو دوه میاشتو کې به دغه ناروغي خپلې لوړې څوکې ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version