تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۸۳۱ ته لوړشو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په تېرو څلیریشت ساعتونو کې ۱۱۵۲ شکمنې بېلګې وکتل شوې، چې ۶۵۸ یې مثبتې ثبت شوي او کابل د ۲۳۷ پېښو په لرلو د ولایتي نوملړ په سر کې بیا پاتې شو.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په هرات کې ۸۵، په بلخ کې ۷۷، په بغلان کې ۵۹، په بادغیس کې ۵۲، په فراه کې ۵۲ ، په فاریاب کې ۲۹، په ننګرهار کې ۲۷، په بامیان کې ۱۱، په پکتیا کې ۱۰،  په لوګر کې ۷، په کاپیسا کې ۶، په سرپل کې ۴، په تخار کې یوه او په سمنګان هو یوه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د ټولو پېښو شمېر ۱۱ زره او ۸۳۱ ته رسیدلی دی.

له تېرې یوې شپې او ورځ راپدیخوا په بلخ کې د کرونا ویروس یو ناروغ مړ شوی او ۳۱ نور روغ او له روغتونه رخصت شوي، چې ورسره په هېواد کې له کووید ۱۹ ناروغۍ د مړیو شمېر۲۲۰ او د روغو شویو کسانو شمېر یو ۱۱۲۸ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي، چې له کرونا ویروس څخه د ژغورنې یوازنۍ لار روغتیایي سپارښتنې په پام کې نیول او په کور کې پاتې کیدل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل والي په دوه شفتونو ( سهار او ماسپښین) کې د حکومتي ادارو د کار له پیلدو خبر ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version