تازه خبرونه
په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۱۴۵ شو
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۲۶۲ یې د کابل دي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي، چې په همدومره وخت کې له یو زر او درې شکمنو بېلګو څخه ۴۹۲ مثبت پېښې ثبت شوې دي.
د نوموړي څرګنده کړې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په کابل کې ۲۶۲، هرات کې ۵۹، بلخ کې ۳۳، بغلان کې ۳۰، تخار کې ۲۸، په جوزجان کې ۱۴، په پکتیا کې ۱۰ ، په ننګرهار کې ۱۰، په پنجشیرکې ۹، په پروان کې ۹، په کونړ کې ۷، په لوګر کې ۶، په کاپیسا کې ۵، په فراه ۴، په سرپل کې ۴ او په غزني کې ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د فیروز د څرګندونو له مخې؛ د دغو پېښو له ثبتیدو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته ثبت شویو کسانو شمېر ۸۱۴۵ ته ورسید.
دغه راز د عامې روغتیا وزیر، چې له کرونا ویروس څخه رغیدلی؛ له افغان جاپان روغتون څخه یې لیدنه کړې او وایي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۱۰ کسان مړه، اتیا روغ او له روغتون رخصت شوي دي.
په هېواد کې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۹۳۰ او د مړو شویو شمېر ۱۸۷ ته رسیدلی دی.
