تازه خبرونه
په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۶۳ ته پورته شو
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۱۷۱ نوې مشبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره پرې د اخته کسانو شمېر ۳۵۶۳ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا وېره د هرې ورځې له تېرېدو سره چټکه پراخیږي او عامې روغتیا وزارت هره ورځ پدې ویروس د اخته کسانو نوې شمېرې اعلانوي.ان تر دې بریده، چې دې لوړې شمېرې په کابل او هرات کې د درملنې لړۍ ستونزمنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح ویلي: له تېرو څلیریشت ګړیو راپه دیخوا په هرات کې ۴۵، کابل کې ۴۳، پکتیا کې ۱۸، کندهار کې ۱۶، بادغیس کې ۱۵، غزني کې ۱۰، بامیان کې ۱۳، میدان ورګ کې ۹، پنجشېر کې درې، بدخشان کې ۳، لوګر کې دوه، زابل کې دوه او خوست کې یو تن پر کرونا اخته شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کرونا پر وېروس د اخته کیدوتر څنګ، د دې ناروغۍ د مرګ سیوری هم پر افغانستان، چې لږ روغتیایي امکانات لري؛ دروند تمام شوی؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کرونا اخته دوه کسان مړه شوي، چې د مړو ټول شمېر ۱۰۶ کسانو ته ورسیدو.
هغه زیاتوي؛ څلور سوه اووه شپېته کسان له دې ناروغۍ ښه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ګرځبندیز محدودیت رعایت کړي او روغتیایي سپارښتنې هم پلې کړي.
