تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۳۲۰۲۲ شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په افغانستان کې له تېرې یوې شپې او  ورځې ۳۳  ناروغان مړه شوي او پر کرونا ویروس ۱۸۶ نوي اخته شوي، چې له دې سره د ټولو اخته کسانو شمېر ۳۲۰۲۲ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې؛ ۶۱ کسان په کابل، ۳۴ په هرات، ۳۱ په دایکندي، ۱۶ په کندوز، ۱۴ په بلخ، ۷ په لوګر، ۶ په پروان، ۶ په کندهار، ۳ په بغلان، ۲-۲ په لغمان، وردګ اوپکتیا، یوـ یو په هلمند او ننګرهار کې پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

که څه هم پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر مخ پر لږیدو دی؛ خو اوس هم ډېر خلک د دې وبا له جدي ګواښ سره مخ دي.

تازه ۳۳ ناروغان پدې ویروس له اخته کېدو وروسته مړه شوي؛ خو څلور سوه شپږ دېرش ترې ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وایي: له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا ۳۴۱ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۱۸۶ ترې مثبت ثبت شوي؛ ۳۳ مړه شوي او ۴۳۶ رغیدلي دي.             

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي؛ کابل، هرات، بلخ او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د اخته کسانو شمېر په کې ډېر دی.  

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ټول ذهېواد کې ۸۰۶ ناروغان مړه شوي، ۱۶۶۰۷ رغیدلي او دوه دېرش زره دوه ویشت نور پر کرونا اخته دي.

دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتیا وزارت ویلي؛ خلک کولی شي د کرونا ویروس له کابو کولو سره ځان او ټولنه له مصیبتونو وژغوري.

Trending

Exit mobile version